أَأَمِنْتُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمُ الْأَرْضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
آيامامون ډاډه شوى يئ تاسې له هغه ( الله ) ځينې چې په آسمانوكې دى ( په زعم ستاسې اى منكرانو) چې راپورته به كړي په تاسې باندې ځمكه ( اوډوب به موكړي په كې ) بيابه ( ناڅاپه ) هلته دا( ځمكه ) ولړزيږي وخوځيږي .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايا تاسې له دې نه بېغمه يئ چې هغه ذات چې په اسمان كښې دى تاسې په ځمكه كښې.ښخ كړى او دغه ځمكه په ناڅاپي ډول وجړكېږي؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : ړومبى يې انعامات راښوولى و اوس د قهر انتقام او د پوښتنې شان راښيى او وېرول يې مقصود دى يعنې بېشكه ځمكه تاسې لره تابعه او مسخره شوې ده مګر په ياد يې ولرئ چې په هغې باندې حكومت د همغه د آسمان څېښتن دى چې كه وغواړى تاسې په ځمكه كې داسې خښوى ( چې له چپ چاپيره به ځمكه درباندې پورته كوى ) او په هغه وخت كې به ځمكه ولړځيږي اوتاسې د هغې په همدا ريږدېدلو سره پكې ډوبيږي نوځكه سړى لره نه ښايي چې د هغه خالق مختار له دربار ځينې بې ويرى او بې پروا شى او په شرارتو باندې لاس پورې كړى او د هغه په ډيل او معطلى باندې مغرور شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الملك 67 ؛ آيت - 16 ] (67:16)