Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(60 (61 (62 (63 (64 (65 (66 (67 (68 (69 (6:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(67:24) (آيت نمبر:سورة نمبر)
قل هو الذي ذرأكم في الأرض وإليه تحشرون

قُلْ هُوَ الَّذِي ذَرَأَكُمْ فِي الْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 ووايه ( اى محمده ! ) دغه ( الله ) هغه ذات دى چې پيدا( خپاره ) يې كړئ تاسې په ځمكه كې ( لپاره دعبادت ) اوخاص ده ته به راټول كړل شئ تاسې ( ټول لپاره دحساب اوجزاء په قيامت كې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دوي ته ووايه هماغه الله دى چې تاسې يې په ځمكه كښې خواره كړى يئ او د هماغه لوري ته به تاسې ورغونډ كړاى شئ-
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې ابتداء هم له هغه څخه شوى ده او انتهاء به هم پر هغه وى له هر ځايه چې راغلى يئ هلته به بېرته ځئ بايده و چې له هغه ځينې يوه شيبه هم نه غافلېدئ او هر وخت د هغه په فكر او ياد كې وئ او زيار وكاږئ ترڅو د هغه مالك په مخ كې تش لاس ونه دريږئ مګر داسې بندګان ډير لږ دي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الملك 67 ؛ آيت - 24 ] (67:24)