Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(70 (71 (72 (73 (74 (75 (76 (77 (78 (79 (7:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(70:2) (آيت نمبر:سورة نمبر)
للكافرين ليس له دافع

لِلْكَافِرِينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 چې نشته هغه ته دفع كوونكى ( چې راشي ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دكافرانو لپاره دى ، هېڅوك دهغه مخه نيوونكى نشته
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( يعنې پيغمبر تاسې ته عذاب غوښتى دى چې هغه هيڅوك له تاسې ځينې نشى لرې كولى ) يا په غوښتونكى كفاروى چې ويل به يې اخر هغه عذاب ولى ژر نه راځي چې وعده يې مونږ ته راكړې شوې ده ؟ اې الها ! كه د محمد دا وينا په رښتيا وي نو پر مونږ باندې له آسمانه تېږى ولې نه وريږى ؟ دا خبرې به يې د انكار او تمسخر له ليارې كولې نو ځكه فرمائى چې عذاب غوښتونكى يو آفت غواړى چې باليقين پر هغه باندې لوېدونكى دى او د هيچا له منع كولو څخه به نه منع كيږي داد كفارو انتهائى درجه ناپوهى ، حماقت او سپين سترګى ده چې د هسې يوه شى مطالبه او غوښتنه كوى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المعارج 70 ؛ آيت - 2 ] (70:2)