وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوكله چې ورسيږي ده ته ښيګڼې نوبې توفيقيږي منع كونكى شي ( حق لره ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او كله چى سوكالي ورپه برخه كېږى نو په بخيلۍ لاس پورې كوى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې په هيڅ لورى پخپلې مېړانې ، كلكتوب ، پوخوالى ، قوت او همت نه ورښكار وي كه فقر ، فاقه ، ناروغى او سختې پرې راشى نو بې صبرى ورښكاروى ويريږى او نا اميده كيږي او هسې ګڼى چې اوس د هغه دپاره هيڅ يوه لياره نه ده يا يې چې په هغې كې له هغه ربړه او مصيبت ځان وژغورى كه مال ، شته ، دولت ، روغتيا ، لوړتيا او پت ورپه برخه شى نو د ښيګڼې دپاره په هيڅ خپل لاس نه غځوى او د الله جل جلاله په لياره كې هيڅ يو شى په اخلاص او مينې سره نه ښندى هو ! هغه سړى له دې وينا ځينې مستثنٰى دى چې د هغوى بيان دغه دى چې اوس راځي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المعارج 70 ؛ آيت - 21 ] (70:21)