الَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
لمونځ كوونكى چې دوى پرلمانځه خپل دائم قائم دى ( اوهيڅكله اوهيچيرې هيڅ يولمونځ ترې نه فوتيږي )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
تل دخپل لمانځه پابند دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د لمانځه ناغه كوونكى نه دى بلكه په مداومت او انتظام او التزام سره يې كوى او د لمانځه په حالت كې په ډير سكون او اطمينان سره سم برابر لمونځ كوى او تل لمانځه ته متوجه او په توښ وى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المعارج 70 ؛ آيت - 23 ] (70:23)