وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
او( بله وحى راغلې ده ماته ) داچې بيشكه مسجدونه ( يادسجدې اعضاء ) لپاره ( دياد) دالله دى نومه بولۍ تاسې ( په دغومساجدوكې ) سره له الله بل هيڅوك .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او داچې جوماتونه دالله لپاره دى نو له دې كبله په هغوكښې له الله سره كوم بل څوك مه بلئ
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : اګر كه الله جل جلاله ګرده ځمكه د محمدى صلی الله عليه وسلم امت دپاره مسجد جوړه كړې ده لېكن په خصوصيت سره هغه ځايو ته چې د مسجدو په نامه خاص د الله جل جلاله د عبادت دپاره جوړ شوى دى هغه لره زيات امتياز دى هلته پرته له الله جل جلاله د بل چا بلل لوى ظلم او ډير بد شرك دى مطلب دادى چې د خالص واحد الله په لورى راځئ او له هغه سره بل څوك مه شريكوئ اوله هغه سره يې مه بولئ خصوصاً په مسجدو كې چې د الله جل جلاله په نامه او يواځي دهغه د عبادت دپاره جوړشوى دى ځينو مفسرينو له ( مساجد ) څخه هغه اعضاء مراد اخيستى دى چې د سجدې په وخت كې پر ځمكه باندې ايښودل كيږي په دې وخت كې به يې مطلب داسې وي چې د الله جل جلاله دا دركړى شوى او جوړكړى اعضاء نه ښايي چې پرته د هغه خالق او مالك له عبادت څخه د بل چا په مخ كې راښكته كړى شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الجن 72 ؛ آيت - 18 ] (72:18)