Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(70 (71 (72 (73 (74 (75 (76 (77 (78 (79 (7:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(72:24) (آيت نمبر:سورة نمبر)
حتى إذا رأوا ما يوعدون فسيعلمون من أضعف ناصرا وأقل عددا

حَتَّىٰ إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرًا وَأَقَلُّ عَدَدًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 ترهغه پورې چې وويني دوى هغه ( عذاب ) چې وعده يې ورسره شوې ده نوژربه پوه شي دوى ( په وخت دتعذيب كې چې ) څوك دى ډيرضعيف له جهته دمددګاره اوډيرلږله پلوه دشميره ( آيامؤمنان دي كه كافران بلكې كافران دي ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
(دوې به له خپل دغه چلند نه راوانه وړى ) تر دې پورې چې كله هغه څه وويني چې له دوي سره يې وعده كېږى نو دوي ته به څرګنده شى چې د چا ملاتړ كمزوري دي او دچا د ډلي شمېر لږدي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې تاسې چې سره راغونډيږي او پر مونږ باندې هجوم راوړئ او داسې ګڼئ چې د محمد صلی الله عليه وسلم او د هغه د ملګريو قوت او شمېر لږ دى او ورسره ضعيفان او كمزوران هم دي نو كله چې د وعدې وخت راشى هلته به درښكاره شى چې د چا ملګرى كمزورى او شمېر يې لږ و ؟ ( وويل بعضې كافرانو چې دا وعده به څه وخت وي ؟ نو الله جل جلاله فرمائى : ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الجن 72 ؛ آيت - 24 ] (72:24)