Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(70 (71 (72 (73 (74 (75 (76 (77 (78 (79 (7:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(73:5) (آيت نمبر:سورة نمبر)
إنا سنلقي عليك قولا ثقيلا

إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 بيشكه مونږغورځوونكى يوپرتاباندې قول دروند( قرآن ځكه چې مشتمل دى بارامرواونواهيوسخت دى پرمكلفينوباندې).
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
مونږ پرتاباندې ديو درانده كلام نازلوونكي يو
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( يعنې رياضت وكاږه چې دروند پېټى دې آسانه شى ! ) او هغه پېټى ( بار ) داسې دى چې د هغه په مخامخ كې د شپې ويښتوب ډير آسانه وګاڼه شى مطلب دادى چې وروسته له دېنه به پر تاسې باندې پرله پسې مونږ قرآن كريم راښكته كوو چې د خپل قدر او منزلت په اعتبار ډير قيمتدار او وزندار او د خپلو كيفياتو او لوازمو په اعتبار ډير دروند او ګران بار دى په احاديثو كې راغلى دى چې د قرآن كريم د راښكته كېدلو په وخت كې پر رسول اكرم صلی الله عليه وسلم باندې ډيره سختې او تكليف تېرېده د سړو په موسم كې هم دوى خولې كېدل كه د وحى په وخت كې پر هر يوه بوده باندې سپور و هغه بوده به د دوى د سورلى توان نه درلود
يو ځلې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ورون ( فخذ ) د زيد بن ثابت پرورانه باندې و په دې وخت كې وحى نازله شوه زيدبن ثابت ته داسې محسوسه شوه ګواكې د هغه ورون له ډيره باره چور ماتيږي برسېره په دې په شاوخوا كې د قرآن كريم دعوت او تبليغ او د هغه د نورو حقوقو پوره اداء كول او په دې ليارې كې ګردې سختى په ورين تندى سره ګالل هم ډير لوى او مشكل كار و او همغسې چې له يوه حيثيت دا كلام پر دوى باندې دروند و په بل حيثيت پر كافرانو او منكرانو باندې هم ډير شاق و الغرض ددې ګردو وجوهو په ملاحظه پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې امر صادر شو چې هومره قرآن كريم چې نازل شوى دى د هغه په تلاوت باندې د شپې له لورى مشغول شئ او ددې خاص عبادت په انوارو باندې خپل ځان مشرف او منور كړئ او ددې عظيم فيض د قبوليت استعداد پخپل مبارك وجود كې لامستحكم وفرمايى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المزمل 73 ؛ آيت - 5 ] (73:5)