رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
( همدغه الله ) رب دمشرق دلمرختودى او( رب ) دمغرب لمرپريوتودى ( بلكې دټولوشيانودى ) . نشته بل هيڅوك حقاني معبودخوهمدى دى يواځې نوونيسه دغه ) وكيل كارورسپارلى شوى كارجوړونكى لاره داموروخپلو.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه د ختيځ اولوېديځ ځښتن دى ، له هغه پرته بل هيڅ خداى نه شته نو په دې اساس هماغه خپل وكيل ونيسه
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : مشرق د ورځې او مغرب د شپې نښه ده ګواكې اشاره يې وكړه چې شپه او ورځ دواړه د هغه مشرق او مغرب د مالك جل جلاله په رضاء غوښتلو سره ښايي صرف كړ شى .
لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلًا
تفسير : يعنې بندګى هم د هغه وكړئ ! او توكل هم پر همغه باندې ښايي چې سړى ولرى كله چې هغه وكيل او كار چلوونكى وي نو له نورو ځينې د جلا اوسېدلو او ګوښى كېدلو څخه هيڅ وېره نه ده په كار .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المزمل 73 ؛ آيت - 9 ] (73:9)