وَذَرْنِي وَالْمُكَذِّبِينَ أُولِي النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوپريږده مااودرواغ كوونكى چې خاوندان دنعمت دى اومهلت وركړه دوى ته ( مهلت ) لږ.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او د دغو دروغجن ګڼونكو بډايانو دله مينځه وړلو كارماته پرېږده او دوې ته يوڅه وخت په همدې حالت باندې مهلت وركړه
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د حق او صداقت د درواغجن كوونكى معامله چې په دنيا كې په عيش او آرام دى ماته وسپارئ زه به له هغوى سره پوهيږم مګر لږ څه وروسته .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المزمل 73 ؛ آيت - 11 ] (73:11)