إِنَّا أَرْسَلْنَا إِلَيْكُمْ رَسُولًا شَاهِدًا عَلَيْكُمْ كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ رَسُولًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه مونږليږلي مودي تاسې ته ( اى محمدي امته ) رسول ( محمد) شاهدپه ( اعمالود) تاسې باندې په ورځې دقيامت كې . لكه چې ليږلى وومونږفرعون ته رسول ( موسى ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
تاسې ته مونږ په هماغه شان يو پېغمبر پرتاسې شاهدلېږلى دى لكه څنګه چې مونږ فرعون ته يو پېغمبر ( موسي(ع) ) لېږلي وء
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې دا پيغمبر به د الله جل جلاله په مخ كې شاهدى وركوي چې كوم سړى د الله جل جلاله وحدانيت او د انبياؤ رسالت او شريعت منلى دى ؟ او كوم سړى نه دى منلى ؟
كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَى فِرْعَوْنَ رَسُولًا
تفسير : يعنې الله جل جلاله د حضرت موسٰى عليه السلام په شان تاسې ته هم اې محمده صلی الله عليه وسلم ! مستقل دين او عظيم الشان كتاب دركړى دى ښايي چې داد هغې پېشګوئى په لورى اشاره وي چې د ( سفراستثناء ) په تورات كې مرقومه ده چې : ( زه په هغوى كې له وروڼو د تاسې يعنې د ( بنى اسمعيل ) ځينې تاسې غوندې يو نبى پاڅوم ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المزمل 73 ؛ آيت - 15 ] (73:15)