فَكَيْفَ تَتَّقُونَ إِنْ كَفَرْتُمْ يَوْمًا يَجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِيبًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
پس څرنګه به وساتۍ ( ځانونه خپل ) كه چيرې كافران منكران شۍ ( تاسې په دنياكې ) له ( عذاب د) هغې ورځې څخه ( چې له هيبته ) به وګرځوي هلكان واړه سپين ږبرى ( چې ورځ دقيامت ده ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
كه تاسې له منلو څخه انكار وكړئ نو په هغه ورځ به څنګه وژغورل شئ چې ماشومان به سپين ږيري كړي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې كه په دنيا كې خلاص شوى نو په آخرت كې به څرنګه خلاصيږئ چې د هغې ورځې د ډير اوږدوالى سختوالى لامله به هلكان زاړه كيږي كه څه هم په حقيقت كې خو هلكان نه زاړه كيږي خو د هغې ورځې د سختى اوږدوالى اقتضاء به همداسې وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المزمل 73 ؛ آيت - 17 ] (73:17)