إِنَّ هَٰذِهِ تَذْكِرَةٌ ۖ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ سَبِيلًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه دا( آيتونه ) ويروونكى تذكره پنددى ( خلكولره ) نوهرهغه څوك چې اراده كوي ( چې ) نيسي رب خپل ته لاره ( دايمان په دغه نصيحت سره ودې نيسي ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دا نصيحت دي اوس چې د چا خوښه وى دخپل رب لورى ته دتلو لاره دې غوره كړى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې نصيحت كړى شوى دى نو اوس كه څوك خپله فائده غواړى پرهغه نصيحت باندې دې عمل وكړى ! او خپل پروردګار ته دې ځان ورنژدې كړى او ملجاء دې ونيسى ! ځكه چې لياره خلاصه ده او هيڅ ممانعت نشته او نه له هغه څخه الله جل جلاله ته څه فائده رسيږي بلكه په هغه كې ستاسې ډيرې فائدى او كټى دي نو پر صافه سمه لياره ولاړ شئ !
تنبيه : د شپې د وېښېدلو امر چې ددې سورت په شروع كې ياد شو تقريباً تر يوه كال پورې و وروسته له هغه هغه آيت په دغه راتلونكى آيت سره منسوخ شو .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المزمل 73 ؛ آيت - 19 ] (73:19)