وَبَنِينَ شُهُودًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوځامن حاضر( كيناستونكى له ده سره په هره مركه مجلس كې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
د دې ترڅنګ مو حاضر موجود ځامن وركړل
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ( وليدځوى د مغيره ) ډير مال او اولاد او د ډيرو شتو خاوند و لس واړه ځامن يې تل د هغه په مخ كې و په جرګو او مركو كې به يې د خپل پلار عزت او وقار ډير زيات او نور به ترې وېرېدل د سوداګرۍ چارو او د نورو كارو دپاره به د هغه په مخ كې ډير سړى و او هيڅ ضرورت نه پېښېده چې ځامن يې د پلار له مخې څخه غائب او ناسوب شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المدثر 74 ؛ آيت - 13 ] (74:13)