وَمَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِيدًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوتيارى مې وكړه فراخي مې وكړه ده لره تيارى ( په عيش ، عمر، مال ، اولاد، رياست سره ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او دهغه لپاره مو د مشرتابه لاره برابره كړه
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ( وليد ځوى د مغيرة ) په دنيا كې ډير د عزت خاوند و او خپل ځان ته يې د رياست او حكومت ډير ښه مسند تيار كړئ لكه چې ګرد قريش په هر مشكل كار كې هغه ته ورتلل او دى به يې د خپلو ځامنو حاكم او مشر ګاڼه .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المدثر 74 ؛ آيت - 14 ] (74:14)