ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بياطمع كوي اميدلري دى چې لاپه ښه زيادكړم ( ده لره دغه ټول شيان ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
بيا هغه تمه لرى چې زه ورته نور لازيات وركړم
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د ( وليد ځوى د مغيرة ) له ژبې څخه سره له دغه ډير نعمت او ثروت د شكر تورى به يې هيڅكله نه ووت بلكه تل به د بت پاللو او د مال ټولو او په حرص او طمع بوخت او ډوب و او كه رسول اكرم صلی الله عليه وسلم به د هغه په مخ كې كله د جنت د نعمتو ذكر فرمايه نو ده به ويل : ( كه دا سړى پخپل بيان كې رښتين وي نو زه كامل يقين لرم چې د هغه ځاى نعمتونه هم ماته رارسيږي . ) نو د هغه په نسبت فرمائى چې سره له دومره ناشكرى او حق نه پيژندلو داسې هيله هم لري چې الله جل جلاله هغه ته ددنيا او آخرت نعمتونه لازياتوي .
( دغه خوبى له ايمانه او شكرانه له سره كېدونكى نه دى لكه پخپله الله جل جلاله داسې فرمائى : )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المدثر 74 ؛ آيت - 15 ] (74:15)