إِنْ هَٰذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نه دى دا( قران ) مګرخوخبره دبشربني آدم ده .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
داخو يو انساني كلام دي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ( وليد ) د كفارو ټولنې ته وكتل او خوله يې ويجاړه كړه بيا يې په وينا پيل وكړ ترڅو ليدونكى وپوهيږي چې دى د قرآن په نسبت سخت كراهيت او انقباض لري بيا يې هسې شا واړوله لكه چې د يوه منفور شى په نسبت وينا كوي او حال دادى چې پخوا يې دده د حقانيت په نسبت اقرار كړى و اوس دى د خپلوانو د خوښى لامله له هغې وينا څخه واوښت او په ډير غرور او تكبر سره يې وويل چې : ( بس بل شى نه دى دا هغه سحر او جادو ده چې له پخوانيو نقل شوى راځي او په يقين سره داد سړى خبره ده چې د جادو په ډول پلار له ځوى ، مېړه له ماندينى ، دوست له دوسته جلاكوي : )
( نو اوس الله جل جلاله دده ددغې وينا داسې ترديد فرمائى ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المدثر 74 ؛ آيت - 25 ] (74:25)