يُنَبَّأُ الْإِنْسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
خبربه كړشي انسان په دې ورځې ( دقيامت ) كې په هغو( اعمالو) چې مخ كې يې ليږلى دى ( نيك وي كه بد) او( په هغواعمالوچې ) وروسته يې پرې ايښې وي ( نيك وي كه بد) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په هغه ورځ به انسان ته دهغه ټول مخكښې وروسته كړى عملونه وروښودل شى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ګرد پخوانى او وروستنى اعمال ښه وي كه بد وي هغه ته ورڅرګنديږي او پرې پوهيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - القيامة 75 ؛ آيت - 13 ] (75:13)