إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
خاص ذات درب خپل ته به كتونكى وي .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
د خپل رب لورى ته به كتونكى وى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : داد آخرت بيان دى يعنې د مؤمنانو څېرې به په دې ورځې كې ډيرې روښانه ځلېدونكى تر او تازه او ډيرې خوښې او بشاشې وي او د دوى سترګې به د حقيقى محبوب په لقاء او كتلو سره رڼى وي له قرآن كريم او متواتره ؤ احاديثو ځينې په يقينى ډول سره معلوم شوى دى چې په اخرت كې به د الله جل جلاله ليدنه وي خو ګمراهان له دې څخه منكر دى ځكه چې دا نعمت د هغوى په برخه كې نه دى ( اللهم لاتحرمنا من هذه النعمة التى ليس فوقها نعمة ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - القيامة 75 ؛ آيت - 23 ] (75:23)