Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(70 (71 (72 (73 (74 (75 (76 (77 (78 (79 (7:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(76:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
هل أتى على الإنسان حين من الدهر لم يكن شيئا مذكورا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ هَلْ أَتَىٰ عَلَى الْإِنْسَانِ حِينٌ مِنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُنْ شَيْئًا مَذْكُورًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 آياراغلى دى ( يعنې په تحقيق سره راغلى دى ) پرانسان څه وخت له زمانې څخه چې نه ودى يوشى يادكړى شوى ( په يوه نامه سره)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايا پر انسان د زمانې يو وخت داسې هم تېر شوى دى چې هغه كوم ديادونې وړشي نه وء ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
( سورة الدهر ( يا سورة الانسان ) مكية وهى ۳۱ آية وركوعان عدد تلاوتها ۷۶ عدد نزولها ۹۸ نزلت بعد سورة الرحمان ) .
( د الدهر يا ( الانسان ) سورت مكى دى ۳۱ آية ۲ ركوع لري په تلاوت كې ۷۶ او په نزول كې ۹۸ سورت دى وروسته د الرحمان له سورت څخه نازل شوى دى ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
تفسير : بېشكه پر انسان باندې داسې يو وخت تېر شوى دى چې هيڅ نوم او نښه يې نه وه ( بلكې يو غير مذكور په انسانيت څيز و او يو جز و له اجزاؤ د عناصرو او د نطفى ) بيا يې څومره مدت طى كړ چې د نطفې په شكل راووت دا حال يې هم ددې د موجوده شرافت او كرامت لامله د ويلو وړ نه دى او نه ښايي چې پرې ژبه وخوځوله شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الإنسان 76 ؛ آيت - 1 ] (76:1)