فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَٰلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نووبه ساتي دوى لره الله ( په سبب دحسناتوددوى ) له شره سختي ددغې ورځې اوملاقي وربه كړي دوى ته تازګي اوحسن دمخو( اوخوشحالي دزړو) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
نو الله تعاليٰ به دوې د هغې ورځې له شر څخه وژغورى او دوې ته به ترتازګى او خوشحالى وركړى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې له هغه شى ځينې چې دوى ډير وېرېدل الله جل جلاله دوى له هغه ځينې محفوظ او مامون وساتل او د هغوى مخونه يې ښايست او تازګى او زړو ته يې خوښى او سرور ورعطاء كړ .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الإنسان 76 ؛ آيت - 11 ] (76:11)