مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ ۖ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
حال داچې تكيه كوونكي به وي په هغه ( جنت ) كې پرتختونوباندې ( دپاچايانواوټولواكانوپه ډول ) نه به وينې دوى هلته شمس لمر( ګرمي ) اونه زمهرير( ساړه يابه نه ويني په دغه جنتكې لمرسپوږمۍ چې رڼابه يې له بل څه وي )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هلته به هغوي پرلوړومسندونو باندې تكيه وهلى ناست وى نه به يې د دوبى ګرمى په تكليف كړى او نه د ژمى ساړه
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د جنت موسم به ډير معتدل او برابر وي نه د تودوخى او نه د يخنۍ او نه به نور څه ربړ او تكليف هلته وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الإنسان 76 ؛ آيت - 13 ] (76:13)