قَوَارِيرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
وي ( صاف به وي دښيښوپه شان چې ظاهربه يې له باطن اوباطن به يې له ظاهره ښكاري ) په اندازه كړى به وي هغه ( جامونه ساقيانودجنت جنتيانوته ) اندازه كول .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ښيښې هم هغه چې د سپينو زرو په ډول به وى او هغه به ( دجنت منتظمينو ) په سمه اندازه برابر ډك كړى وى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې دا ظروف لوښى به په اصل كې د سپينو زرو څخه جوړوي او ډير سپين بې داغه او خوښى بښونكى او داسې صاف او شفاف او ځلېدونكى به وي چې لكه ښيښې غوندى به ښكارى او د هغه د منځ شيان به له باندې څخه له ورا ليده كيږي .
قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا
تفسير : يعنې يو جنتى هومره چې چښلو ته اړ وي او زړه يې وغواړى په هغه مېچ او اندازه سره به سم او برابر په هغه كې شراب وي چې نه به ترې لږيږى او نه به ترې زياتيږي يا په هره اندازه چې جنتيانو پخپلو زړو كې ټاكلى او ګرځولى وي بې له تزئيد او بې له تنقيص سم د دوى له غوښتنې سره ورته وړاندې كيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الإنسان 76 ؛ آيت - 16 ] (76:16)