عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّىٰ سَلْسَبِيلًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
چينه په دغه ( جنت كې چې ) نوم يې ايښودلى شوى دى په سلسبيل سره ( چې دحلقه اسانه لذيذه تيريږي ).
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دابه دجنت يوه چينه وى چې سلسبيل ورته ويل كېږي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : د سلسبيل معنٰى صافې سپيڅلى بهېدونكى اوبه دي كذا فى الموضح ( او ځكه ورته ( سلسبيل ) وايي چې آسانه تېريږى له حلقه او ډيرې لذيذې او خونده ورې دي په چښلو كې او هر چيرته چې د جنتى زړه وغواړى همغلته ورته بهيږي ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الإنسان 76 ؛ آيت - 18 ] (76:18)