Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(70 (71 (72 (73 (74 (75 (76 (77 (78 (79 (7:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(76:20) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وإذا رأيت ثم رأيت نعيما وملكا كبيرا

وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوهركله چې وګورې ته دغه ( جنت) ته نووبه وينې ته نعمتونه ( ډيرچې صفت يي كيداى نشي)اوملك پاچايې لويه ( لازواله چې انتهاء اوزوال نلري)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هلته چې ته هرې خواته نظر واچوې سراسر نعمتونه او ديو لوي سلطنت رنګ رونق به دې ترسترګو شى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې د جنت حال او احوال څه ووايه شى كه څوك يې ووينى نو ورمعلوميږي چې په جنت كې به څه عظيم الشان نعمتونه او څومره لويه لازواله بې مثاله پاچائى يوه معمولى او ادنٰى جنتى ته ورپه برخه كيږي رزقنا الله تعالٰى منها بمنه وفضله .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الإنسان 76 ؛ آيت - 20 ] (76:20)