فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نوصبركوه حكم درب خپل ته ( په نصرت دتا) . اومه منه خبره له دوى ځنې دهيڅ يوګنهګاراوناشكره ( چې تابولي كفر) ته .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
نو ته د خپل رب په حكم صبر وكړه ،اوله دوې نه دهېڅ يو بد عمله يا حق نه منونكي خبره مه منه
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د زيات اعزاز او اكرام او د زړو د خوښى دپاره به ويلى شى چې دا ستاسې د اعمالو بدل دى ستاسې زيارونه مقبول او مشكور او سعى مو ومنلې شوى ددې زيرى له آورېدلو ځينې به جنتيان لاخوښېږي .
( إِنَّا نَحْنُ ــ بېشكه مونږ نازل كړى مو دى په تا باندې اې محمده قرآن نازلول نو صبر كوه حكم ، امر د رب خپل ته په نصرت د تا ) چې ستا زړه مضبوط شى او خلك ورو ورو پخپلو ښو او بدو باندې ښه وپوهيږي او معلوم يې كړى چې جنت د كومو اعمالو په وسيله مونده كيږي كه په داسې پوهولو سره هم ونه پوهيده او پخپل ضد او عناد كې ټينګ پاته شول نو تاسې د خپل پروردګار په حكم باندې همغسې ټينګ ودريږئ او د وروستنۍ فيصلى انتظار وكاږئ .
وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا
تفسير : يعنې عتبه او وليد او د قريشو نور كفارو تاسې ته دنيوى ترغيبونه دركوى او شنه باغونه درښيې او په دې تحريص ، تطميع سره غواړى چې تاسې د تبليغ له فرضه واړوى نو الله جل جلاله تنبيه فرمائى چې تاسې د دوى په خبرو باندې مه تېروځى ځكه چې د ګنګار ، فاسق او ناشكر كافر له وينا منلو څخه پرته له نقصانه بل څه په لاس نه درځى نو دداسې شريرانو او بدبختانو خبرو ته غوږ نيول نه دى په كار .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الإنسان 76 ؛ آيت - 24 ] (76:24)