وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوپه څه برخه دشپې كې نوسجده كوه هغه ( الله) ته اونسبت دپاكۍ كوه دغه ( الله ) ته په شپه اوږده كې ( يعنې تهجدكوه او)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دشپې هم دهغه حضور ته سجده كوونكى اوسه او دشپې په اوږدو وختونو كښې دهغه تسبيح كوه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : لمونځ كوه ! ښايي چې له دې ځينې د مغرب او عشاء لمونځونه يا به تهجد مراد وې كه له ( وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ ) څخه تهجد مراد وي نو دلته به تسبيح ځينې د هغه متبادره معنٰى اخيسته كيږي يعنې د شپې له لورى علاوه پر تهجد په ډيرو تسبيحو او تهليلو كې مشغول شئ ! كه له ړومبى ( فَاسْجُدْ ) ځينې د ماښام او ماسختن لمونځ مراد وي نو دلته به له تسبيح څخه تهجد مراد وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الإنسان 76 ؛ آيت - 26 ] (76:26)