Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(70 (71 (72 (73 (74 (75 (76 (77 (78 (79 (7:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(77:2) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فالعاصفات عصفا

فَالْعَاصِفَاتِ عَصْفًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 بياقسم دى په هغوسختو خوځوونكيو بادوباندې چې الوځي به زورسره ( يا) پس قسم دى په هغوملائكوتلونكيوپه حكم دالله سره ګړندى تلل .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
بيا په طوفاني الوتلو چلېږى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې اول پسته او ښه نرمۍ هوا چليږى چې له هغې سره به د مخلوقاتو ډير توقعات او منافع تړلى وي بيا لږ څه وروسته همغه يوه نرمه او پسته هوا د يوې سختې سېلۍ او طوفان جكړ په شان به الوځى او داسې خرابى او ورانى او ربړونه به راولى چې خلك به په نارو سورو شى همدا ددنيا او د آخرت مثال وګڼئ ! ډير داسې كارونه دي چې خلك هغه اوس مفيد او نافع ګڼى او پر هغو باندې د دوى لوئى هيلې تړلې وي او ډير توقعات ترې لرى خو همغه كار كله چې د قيامت په ورځ پخپل اصلى او ډير سخت او وېروونكى صورت سره راښكاره شى نو ګرد خلك به ترې پناه غواړى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المرسلات 77 ؛ آيت - 2 ] (77:2)