وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
افسوس هلاك خرابي ده په دې ورځې كې درواغ ويونكيولره ( په ورځې دقيامت باندې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
تباهى ده په هغه ورځ دروغ ګڼونكو لپاره
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هيڅ مه پوښته چې د فيصلې ورځ به څرنګه وي ؟ پس دومره وپوهيږه چې درواغ ويونكيو لره به د تباهى ډيره سخته ورځ وي او له سختو مصائبو او ربړو سره به په كې مخامخ كېدونكى وي ځكه چې د هغه څيز له ليدلو ځينې چې د دوى په فكر او خيال كې هم نه و تېر هر كله چې ورسره مخامخ شى سخت وارخطاء او ټپريږى او پړچيږي او د حيرت او ندامت لامله يې حواس خرابيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المرسلات 77 ؛ آيت - 15 ] (77:15)