فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ الْقَادِرُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
پس قادريومونږپه دغوكاروباندې پس ښه نيك قادران يومونږ.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
نوګوره ، مونږ په دې قادر وو ، او مونږ د ډېر ښه قدرت درلودونكي يو
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د اوبو هغه څاڅكى يې تر نېټې معلومى پورې په هغه ټينګ او مضبوط ځاى ( رحم ) كې چې اكثر په نهه مياشتى وي وساته په تدريج سره يې پوره كړ او له هغه څخه يې په ورو ورو يو كامل انسان جوړ كړ لدې ځينې زمونږ په قدرت او قوت باندې وپوهيږئ نو آيا د الله جل جلاله دا انسان وروسته له مړينې څخه نشى ژوندى كولى .
تنبيه : ځينو د ( قدرنا ) معنٰى اندازه كول اخيستى ده يعنې ( اندازه مو كړ ) او مونږ يو ښه اندازه كوونكى يو چې په دومره مدت كې له مونږ ځينې هيڅ يو ضرورى څيز نه دى پاتې او نه مو كوم زائد او بېكار شى پيداكړى دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المرسلات 77 ؛ آيت - 23 ] (77:23)