وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
افسوس هلاك خرابي ده په دې ورځې كې درواغ ويونكيولره ( په ايمان اوپه نعمت باندې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
تباهى ده د هغې ورځې دروغ ګڼونكو لپاره.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : چې داسې به يې ويل كله چې مونږ په خاورو كې داسې ګډوډ شو چې زمونږ د هډوكو بڅركى بېخي نرى او ګرد سره خاورې اېرې شى نو آيا بيا به په څه ډول ژوندى كيږو ؟ نو په هغه وخت كې به دوى پخپلو دې چټى او پليتو شبهاتو باندې وشرميږي او د ندامت او ارمان ګوتې به په غاښو وچيچى .
( اوس الله جل جلاله ذكر كوي د خپل احسان پرخپل بندګانو او داسې فرمائى : )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - المرسلات 77 ؛ آيت - 24 ] (77:24)