أَنْ جَاءَهُ الْأَعْمَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ددې لامل چې راغى ده ته ړوند( عبدالله اوقطع يې كړكلام دمحمدپه منځ دده اوداشرافودقريشوكې )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په دې خبره چې هغه ړوند ورته راغي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د پيغمبر په وچويلى كې د يو ړانده له راتللو څخه ګونځى ولوېدې او خپل مخ يې ترې واړاوه او ښايي چې ده ته ددې ړانده د معذورى د مات زړه او د طلب صادق لحاظ كول ډير په كار و حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( دا خبره ګواكې د نورو په مخ كې له حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ګله ده ( نو ځكه يې د غائب په صيغه ذكر كړى دى ) په مخ كې يې پخپله رسول الله صلی الله عليه وسلم خطاب فرمايلى دى ) محققين وايي چې دا د متكلم د تكرم او د استحياء او د مخاطب د زيات شرافت او كرامت نښه ده چې د عتاب په وخت كې هم مخامخ ددې خبرې نسبت نه ورته كوي او په مخ كې د خطاب په صيغه د التفات په صنعت خطاب ورته كوي چې د اعراض شبهه وركه شى برسېره په دې هغه خبره له پخوانۍ خبرې څخه نرمه پسته ده والله اعلم .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - عبس 80 ؛ آيت - 2 ] (80:2)