Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(80:10) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فأنت عنه تلهى

فَأَنْتَ عَنْهُ تَلَهَّىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 پس ته ( اى محمده ) له هغه ( ړوندطالب الخيرڅخه ) مخ ګرځوي ( مشغوليږي تغافل كوي له كفاروسره خبرې كوي ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
له هغه سره تابې پروائي وكړه
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : حال دادى چې له همداسې سړى څخه اميد كېدى شى چې له هدايت څخه ګټه واخلى او د اسلام دپاره كار وكړى وايي چې همدې ړانده ( ابن ام مكتوم ) ځغره واغوسته او د اسلام بېرغ يې په اوږه كېښوده او د قادسيې په جهاد كې شريك شو تردې چې په جهاد كې يې شهادت وموند رضي الله عنه ! ( روايت دى چې حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې آيت له نزوله وروسته هيڅكله مخ نه و تريو كړى په مخ د فقراؤ كې ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - عبس 80 ؛ آيت - 10 ] (80:10)