قُتِلَ الْإِنْسَانُ مَا أَكْفَرَهُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
لعنت كړى شوى دى په ( كافر) انسان چې څه شى كافركړى يې دى ( باعث كړى يې دى په كفر) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
لعنت دې وى په (كافر) انسان څومره كلك د حق منكر دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د قرآن كريم غوندې د لوى نعمت هيڅ قدر او عزت يې ونه پيژانده او د الله جل جلاله حق يې پرځاى نه كړ ( او له دېنه يې هيڅ اندېښنه ونكړه چې )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - عبس 80 ؛ آيت - 17 ] (80:17)