ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيايې لاره ورآسانه كړې ده ده ته ( لپاره دوتودده له له ګيډې دموره) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
بيا يې د ده له پاره دژوند لاره اسانه كړه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې لاسونه ، پښې او نور ګرد اعضاء او قواوى يې ( له همغه يوه څاڅكى اوبو څخه د مور په نس كې د احسن الخالقين توب په اقتضاء ) په يوه ځانته شكل او خاص اسلوب او اندازه ورجوړ كړى او هيڅ يو څيز يې نامناسب او خراب او خلاف له حكمته نه دى ور روغ كړى ( بيا يې لياره ور آسانه كړى ده ده ته ) يعنې د ايمان او د كفر ، د ښو او د بدو پوه يې وركړه يا دا چې د مور له نس څخه يې په آسانى سره راوايست .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - عبس 80 ؛ آيت - 20 ] (80:20)