Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(80:22) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ثم إذا شاء أنشره

ثُمَّ إِذَا شَاءَ أَنْشَرَهُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 بياهركله چې اراده وفرمايي ( الله دانسان دبياژونديتوب نوئي) ژوندى كوي ده لره ( لپاره دجزاء ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
بيا كله چې يې خوښه شي هغه به دوهم ځل راپاڅوي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې هغه الله جل جلاله چې يو ځلې انسان ته حيات او بيا ممات وركوى او خښوى يې اختيار لري چې هر مهال يې وغواړى بيا يې ژوندى كړى او له قبره يې وباسى ځكه چې اوس هم هيچا د هغه قدرت نه دى سلب كړى په هر حال هغه څوك چې خلك پيداكوي او دنيا ته يې راولى بيا يې وژنى او برزخ ته يې بيايي او بيا يې ژوندى كوي او د حشر په ميدان كې يې دروى نو دداسې قادر او مقتدر ذات پند آيا د اعراض او انكار وړ دى ؟ ( چې ګرد امور يې په واك او اختيار كې دي ) آيا د هغو نعمتو سپكتيا كوم سړى لره ښايي ؟ ( بلكه هر انسان ته لازم دى چې د رب المنان د احسان قدر وكړي ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - عبس 80 ؛ آيت - 22 ] (80:22)