كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَا أَمَرَهُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بېخي نه دى كړى ( كافر) هغه شى چې امرحكم كړى دى ده ته ( دغه الله دهغه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هېڅكله نه ، ده هغه فرض نه دى اداكړى چه الله ده ته حكم كړى وء
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې سړى هيڅ كله د خپل خالق حق نه دى پيژندلى اوهرڅه حكم يې چې وركړى دى تر اوسه پورې يې په ځاى نه دى راوړى .
تنبيه : ابن كثير رحمه الله ( كلا لما يقض ما امره ) له ( ثم اذا شاء انشره ) سره لګولى دى يعنې كله چې غواړى هغه ژوندى كوى او پورته كوى يې اوس داسې نه كوى ځكه چې ددنيا د ودانۍ په نسبت دده حكم ( كونى ) او ( قدرى ) دى او دا يې تر اوسه پورې پاى ته نه دى رسولى ( نو هيڅوك داسې نشى ويلى چې ولې اوس قيامت نه قائميږي ؟ )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - عبس 80 ؛ آيت - 23 ] (80:23)