Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(81:11) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وإذا السماء كشطت

وَإِذَا السَّمَاءُ كُشِطَتْ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوكله چې آسمان دپوستكي پشان وايست شي ( له خپله ځايه )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او كله چې داسمان پرده بېرته كړاي شي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : لكه چې د حيواناتو له حلالولو او پوستكى ښكلو څخه وروسته د هغه ګرد اعضاء او رګونه او پلې او نور ښكارى همداسې د آسمان له پرانيستلو څخه وروسته ګرد پاس شيان ليدل كيږي او د غمام نزول به وشى چې د هغه ذكر په نولسمه پاره كې په ( وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاء بِالْغَمَامِ ) سره شوى دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - التكوير 81 ؛ آيت - 11 ] (81:11)