وَالصُّبْحِ إِذَا تَنَفَّسَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
او( قسم خورم زه ) په صباح كله چې ساووهي راوخيژي ( روښانه شي )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اوپه سهار چې كله هغه ساواخلي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يا كله چې شپه راشى يا ولاړه شى د ( عسعس ) لفظ دوه معنٰى لري .
حضرت شاه عبدالعزيز رحمه الله ليكى : ګواكې لمر ته يې په لامبو وهونكى كب او ماهى سره تشبيه وركړى او د لمر هغه وړانګې يې چې له لمر څرك څخه پخوا خيژى او خپريږي د ماهى لكۍ ته مشابه او ورته كړى دى هغسې چې ماهى په سيند كې پټ تېريږي او د هغه له سا وهلو څخه اوبه تيندكى وهى او سره خپريږي همدا راز لمر هم پخوا تر سپېده داغ او لمر څرك برېښى ځينې وايي د سهار له سا څخه مراد د سهار هغه نسيم او وږمه ده چې د پسرلى په موسم كې له سپېده داغه راهيسې چليږي .
تنبيه : ددې قسمو مناسبت له راتلونكى مضمون او خبرې سره دادى چې ددې ستوريو تلل ، درېدل ، بېرته ګرځيدل ، پټيدل د پخوانيو پيغمبرانو د پر له پسې وحى د راتللو يوه نمونه ده چې تر يو مدت پورې د هغې له نښې پاتې كېدلو څخه وروسته د هغو پرې كېدل او پټېدل شپې ته ورته دى په رښتيا سره چې هغه تپه تياره پيړۍ چې د حضرت خاتم المرسلين د ولادت باسعادت څخه پخوا پر دنيا تېره شوى ده چې د حق او باطل فرق او توپير پكې نه كيده او د وحى علائم او نښې پكې نه ښكاريدلى د يوې تپې تورې شپې نمونه وه وروسته له هغه سپيده داغ ځينې مراد د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم بعثت او د پاك قرآن نزول دى چې هر څيز يې د هدايت په نور سره لكه رڼا ورځ روښانه كړى ده ګواكې د پخوانيو پيغمبرانو رڼا لكه د ستوريو رڼا وه او دا نور الاعظم او لويه رڼا لكه لويى پلوشې لرونكى لمر دى څنګه ښه ويلى شويدي .
( فانه شمس فصل هم كواكبها يظهرن انوارها للناس فى الظلم )
( حتٰى اذا طلعت فى الكون عم هذا ها العالمين واحيت سائر الامم )
( انبياء دي لكه ستورى د فضل لمر دى محمد په رڼا د دوى تل درومى خلك په لورى د احد )
( په بعثت د محمد شوه دنيا ټوله منوره سپين تور زيړ او سور ټول منتفع شول له احمد )
ځينې علماء وايي چې د ستوريو دا سم او كوږ تګ او پټيدل بېرته ګرځېدل په علم ملكوت كې د پرښتو تګ او راتګ او پټېدلو ته ورته دى د شپې تېرېدل او د سهار راتلل د قرآن كريم په سبب د كفر او ظلمت لرې كېدل او د هدايت د نور له ښو ښكاره كېدلو سره مشابه دى سم له دې وينا سره د مقسم په مناسبت له مقسم عليه سره له ورا ښكارى والله اعلم ( او د پاس قسمونو جواب دادى چې الله جل جلاله داسې فرمائى : )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - التكوير 81 ؛ آيت - 18 ] (81:18)