وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُونٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اونه دى داصاحب ملګرى ستاسې ( محمد) ليونى ( لكه چې پرې ګمان كوۍ تاسوبلكې ښه پوه اوهښياردى )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او ( اي د مكې خلكو ) ستاسې ملګرى ليونى نه دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې له بعثت څخه پخوا تر څلويښتو كلو پورې تاسې له ( محمد صلی الله عليه وسلم ) سره ليدلى دى او په دې اوږده مدت كې مو د هغه د پټو او ښكاره ؤ خبرو تجربه كړې ده خو هېڅكله مو د هغه فريب ، درواغ او ليونتوب نه دى لېدلى او تل مو د هغه د رښتيا ، امانت ، عقل اوپوه اعتراف او ستاينه كوله اوس نو ولې بې سببه هغه ته ليونى او درواغجن ويل كيږي ؟ لكه چې دا ستاسې هغه رفيق او ملګرى نه دى ؟ چې د هغه ګرد احوال تاسې ته ښكاره دى نو اوس داسې سړى ته ليونى ويل آيا ليونتوب نه دى ؟ ( بلكه ليونتوب دى ! )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - التكوير 81 ؛ آيت - 22 ] (81:22)