Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(81:23) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ولقد رآه بالأفق المبين

وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوخامخاپه تحقيق ليدلى و( محمد(ص)) هغه ( جبريل داسمان ) په څنډه روښانه كې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او ده يقيناً هغه پيغام راوړونكي په روښانه فضا كښې ليدلى دي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې په مشرقى څنډه كې د هغې پرښتې يعنې جبرائيل عليه السلام يې په اصلى صورت او ښه شان سره وليده نو ځكه نشى ويلى چې د هغه په ليدلو كې به څه تېرواته او مخالطه پيښه شوى وي او هغه څوك يې چې ليدلى په رښتيا سره پرښته وه پخوا له دېنه د ( النجم ) په سورت كې راغلى دى (فَاسْتَوَى ــ وَهُوَ بِالأُفُقِ الأَعْلَى ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - التكوير 81 ؛ آيت - 23 ] (81:23)