Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(81:27) (آيت نمبر:سورة نمبر)
إن هو إلا ذكر للعالمين

إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 نه دى دا( قرآن ) مګرذكرپنددى ( له جانبه دالله ) لپاره دخلكو( انس وي كه جن ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دا ( قران) خو د ټولو نړېوالو له پاره يو نصيحت دي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : هغه ګرد احتمالات چې د قرآن كريم په نسبت يې پيداكوى هغه ګرد سره غلط دى كه تاسې ددې قرآن كريم په خبرو او ښوونو كې ښه فكر او جاج ووهى نو دا به درښكاره شى چې دغه قرآن ټول جهان ته ډير ښه ليارښوونكى او مكمل دستور العمل دى چې په عمل كولو يې د دواړو دارينو فلاح او ګټې په لاس راځي ( نه دى دا قرآن كريم مګر ذكر پند دى له جانبه د الله جل جلاله دپاره د خلكو مخصوصاً )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - التكوير 81 ؛ آيت - 27 ] (81:27)