Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(82:6) (آيت نمبر:سورة نمبر)
يا أيها الإنسان ما غرك بربك الكريم

يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اى انسانه (كافره ! ) څه شى مغروره كړى يې ته پخپل رب كريم باندې ( چې كافرشوى يې پرې ).
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اى انسانه څه شي ته دخپل هغه مهربانه خداي له لوري په غولونه كښې واچولې
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې هغه كريم رب آيا ددې خبرې وړ و چې ته د خپل جهل او حماقته د هغه په حلم او كرم باندې ډاډه شوې سر به دې ورځينې غړاوه ؟ او د هغه د لطف او كرم جواب دې په طغيان او كفر سره وركاوه ؟ تا ته خو دا ښه وه چې د هغه له دې كرم څخه به شرميدې او د حليم له قهر څخه به ډير وېرېدې ولې چې الله جل جلاله ډير كريم دى خو ورسره منتقم او حليم هم وي نو كه دا تېرواته او غرور نه دى نو څه دى چې ته يې په يوه صفت پيژنى او له بل صفت يې سترګې پټوې؟
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الانفطار 82 ؛ آيت - 6 ] (82:6)