الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
هغه ( رب الكريم ) چې پيداكړى يې ته نوبرابركړى يې ته ( يعنې اندامونه يې پوره دركړي دي ) پس برابرمعتدل كړى يې ته ( په خلقت كې )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
چې هغه ته پېدا كړي يې ، ستااندامونه يې برابر كړي دي، ته يې په انډول جوړ كړي يې
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : ( يعنې پيدائى كړيو لاس په اندازه د بل سره او يوه سترګه په مقدار د بلى سره په دې كې اشارت دى دېته چې هر كله دغه رب قدير په دغه شان سره قدرت لري نو قادر دى په بيا پيداكولو سره لياره د حساب او كتاب او جزاء او سزا ) حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( جوړ يې كړ بدن او د رسم يې كړ خصلت ) يا مطلب دا چې په حكمت سره يې ستا د اعضاؤ او هډو جوړښت او تناسب د رسم كړيدى او ستا په مزاج او اخلاطو كې يې اعتدال درپيدا كړيدى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الانفطار 82 ؛ آيت - 7 ] (82:7)