Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(82:8) (آيت نمبر:سورة نمبر)
في أي صورة ما شاء ركبك

فِي أَيِّ صُورَةٍ مَا شَاءَ رَكَّبَكَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 په هرشان ( كامل صورت سره ) چې ويې غوښته تركيب پيونديې كړى ته .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اوپه هره بڼه يې چې خوښه شوه ته يې نښلولى جوړكړې ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې د ګردو په بڼو ( صورتو ) كې لږ او ډير توپير او تفاوت پيدا كړ او هر يوه ته يې بېل رنګ ، شكل او ډول عنايت كړ او په مجموعى ډول سره يې انسانانو ته د نورو ساكښانو په نسبت ښه بڼه وركړه ځينو پخوانيو پوهانو له دې څخه دا مراد اخيستى دى كه الله جل جلاله اراده فرمايلى واى له هغه څخه به يې خر ، سوډر ، سپى او نور بودګان او ځناوران جوړول سره له دې قدرته دا د الله جل جلاله ډيره مهربانى او لويه لورينه او خورا احسان دى چې تاسې ته يې د سړى بڼه دركړه نو هغه الله جل جلاله چې له تاسې سره يې دومره ښېګڼې كړې او انعامات يې دربښلى دى آيا ددې خبرې وړ دى چې سړى يې امر او حكم ونه منى ؟ ( بلكه مونږ ټولو مسلمانانو ته ښايي چې د الله جل جلاله ګرد احكام له زړه ومنو ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الانفطار 82 ؛ آيت - 8 ] (82:8)