Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(82:9) (آيت نمبر:سورة نمبر)
كلا بل تكذبون بالدين

كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِالدِّينِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 نه دي ( داغرورستاسې مناسب ) بلكې درواغ وايۍ تاسې په ورځې دجزاء باندې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هېڅكله نه،بلكې (اصلي خبره داده چې ) تاسې جزا او سزا دروغ ګڼئ
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې د تېروتلو بل هيڅ سبب نشته تاسې چې د جزاء ورځ نه منئ نو ځكه هر شى مو چې زړه غواړى هغه كوئ او وايئ چې په مخ كې د حساب او كتاب او پوښتنى ورځ نشته مونږ دلته هرڅه چې كوو څوك يې ليكى ؟ او شمېر پسې يې ګرځى ؟ او محفوظ يې ساتى ؟ كله چې مړه شو دا ټولې خبرې پاى ته رسيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الانفطار 82 ؛ آيت - 9 ] (82:9)