وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اودرواغ نه ګني دغه ( ورځ دجزاء ) مګرهريوله اندازې تيريدونكى ګنهګار.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او هغه دروغ نه ګڼي مګر هر هغه څوك چې له حده تيرى كوونكى بدعمله دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : هغه څوك چې د جزاء له ورځې څخه منكريږي په حقيقت كې د الله جل جلاله د ربوبيت او د هغه د عدل ، قدرت او حكمت او نورو صفاتو څخه منكريږي او هغه څوك چې د الله جل جلاله له دې صفاتو څخه منكريږي نو هومره چې په ګناهو كې زړه ورشى لږ ده ( د ( معتداثيم ) يعنې له اندازې تېرېدونكى ګنهګار بل بد عادت دغه دى چې : )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - المطففين 83 ؛ آيت - 12 ] (83:12)