كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
رښتياده چې بيشكه دوى به له ( لقاء د) رب خپله په دغې ورځې ( دقيامت كې ) هرومروپه حجاب كې وي (نه به ويني الله)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هېڅكله نه، ارومرو به په هغه ورځ دوي د خپل رب له ليدو څخه بې برخې وي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ددې انكار او تكذيب د انجام او پاى څخه ښايي چې بې فكره نشى هغه وخت خامخا راتلونكى دى چې په هغه كې مؤمنين د حق سبحانه وتعالٰى په لقاء او ليدلو سره مشرفيږي او دا بدبختان به ترې محروم ( او ممنوع او بې برخې پاتې كيږي )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - المطففين 83 ؛ آيت - 15 ] (83:15)