خِتَامُهُ مِسْكٌ ۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
چې مهربه يې مښك وي . اوپه دغه ( شرابواونوروجنتي نعماؤ) باندې پس بايده چې رغبت وكړي رغبت كوونكى ( په كولودفضائلو اوپريښودلو درذائلو چې عجلت وكړي په حسناتواوځان وساتۍ له سياتو)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
چې د مښكو مهُربه پرې لګيدلي وي او څوك چې د نور ونه ميدان ګټل غواړي د دې شي د ګټلو په مسابقه كښې دې هڅه وكړي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( په جنت كې به ) د خورا خالصو شرابو ويالې د هر چا د كور دمخه وي خو دا خورا ښه او نادر شراب دى چې سر به يې تل مهر وى ( په جنتى مښكو سره )
لكه چې په دنيا كې مهر په لاكو يا مومو يا خاورو يا خټو يا نورو شيانو باندې لګول كيږي كله چې د هغه ځاى خاورې مښك دى نو په هغو باندې دا مهر لګاوه كيږي دا ښيښه چې په لاس كې واخيسته شى دماغ معطريږي او تر اخره پورې د خوشبوئى خورا ښه رائحه او وږم ترې پورته كيږي .
وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ
تفسير : يعنې ددنيا ناپاك شراب ددې وړ او لايق نه دى چې كوم ښه سړى هغه ته رغبت وكړى هو كه ! يواځي شراب طهور دغې خبرې لائق او وړ دى چې په هغو باندې خلك ورمات شى او يو په بل باندې
د هغو په چښلو كې وړاندې والى وكړى ( اللهم ارزقنا)
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - المطففين 83 ؛ آيت - 26 ] (83:26)