إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه هغه كسان په فتنه كې غورځولي وي ضرريې رسولى وي ايمان لرونكيوسړيوته اوايمان لرونكيوښځوته بيايې توبه نه وي ايستلې ( اونه وي ګرځيدلى له كفره ) نودوى ته دى ( په آخرت كې ) عذاب ددوزخ اودى دوى ته عذاب داورسوځوونكى.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
چاچې په موءمنانو نارينه وء او موءمنانو ښځوظلم او تيري وكړ او بيا يې ورڅخه توبه ونه ايستله ارومرو دهغو له پاره د دوزخ عذاب دي او دهغو له پاره د سوځېدو سزاده
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې اصحاب الاخدود پورې منحصر نه دى هغه سړى چې داسې زيار باسى چې مؤمنان د الله جل جلاله له ليارې څخه وګرځوى ( لكه چې د مكى كفار يې كوي ) او بيا له دې خپلو ناوړو حركتو څخه نه تائب كيږي هغوى ته هم د دوزخ داسې عذاب تيار دى چې په هغه كې به ډير زيات تكليفونه وي او زيات تكليف به په داسې سوځولو كې وي چې د دوزخى زړه او وجود پكې سوځي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - البروج 85 ؛ آيت - 10 ] (85:10)